د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره د یاد هیئت کتنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۲۴
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت دوه یمه ورځ د دغه ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره هم د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، په البدر کوهستانات ولسوالۍ کې ۲۵۴۵۸ جریبه، ۱۷بسوې او ۱۵ بسواسې ځمکې په اړه چې غصب، پېرلو او پلورلو په حال کې وه او هیئت د هغې له غصب څخه مخنیوي کړی او یاده ځمکه رسماً عامه څړځای اعلام کړې وه، بحث وشو.

دغه راز په دغې ناسته کې  په ذکه کلي کې د غصب شوې ځمکې په اړه بحث وشو او د هغې د متصرفینو خبرې واوریدل شوې او هیئت د هغې متصرفینو له پاره د خپلو سندونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې. د دغه هیئت جوړ شوي پلان په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه او دغې برخه کې لازمې لارښوونې صادر شوې.

تخنیکي هیئت، دوه یمه ورځ د دغې ولسوالۍ د مرافعه محکمې له رئیس سره د همغږۍ ناسته هم جوړه کړه او د یو متحدالمال او د امیرالمومنین حفظه الله د ۳۰۱۷ ګڼې حکم په اړه بحث وشو. د مرافعې محکمې رئیس د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ او له تخنیکي هیئت سره د همکارۍ په برخه کې آمادګي اعلام کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS