د سرپل، کندهار او پکتیا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۸
.

د سرپل، کندهار او پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونود رییسانو اوغړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې، بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه ولایت د مرکز اړوند دویمه ناحيې کې د ۳۰۰ نمرو، د ښاروالۍ د نه تطبیق شوو پروژو، مرکز کې د غصب شوې وقفې برخو او قریه امام خورد کې د پشت قره ۸۴ زره جریبه تصفیه شوې ځمکې د اړوندو سندونو د بررسۍ  په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه، یاد هیئت د توغني او امام خورد د اوسیدونکو له استازو سره وکتل.

دغه هیئت، د پشت قره د ساحې په اړه د زمیندارۍ مدیریت د معلوماتو له بررسۍ څخه وروسته پریکړه وکړه چې دغه ساحه له نږدې وکتل شي. دغه راز یاد هیئت د هغې غصب شوي وقفي ساحې په اړه چې وړکتون پرې جوړ شوی پریکړه وکړه چې له دواړو لورو څخه سندونه وغوښتل شي او د زمیندارۍ له مدیریت څخه هم سندونه وغوښتل شي.

دغه راز یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې د هدیرې غصب شوې وقفي ساحې په اړه چې د خلکو لخوا ویجاړه او پر ځای يې یو مسجد او مدرسه جوړه شوې، له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه وغوښتل شي.

په همدې حال کې، د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې په ژړۍ ولسوالۍ کې د سرې میاشتې د یو کلینیک او د صنعتي پارکوونو د موضوع په اړه بحث  وشوه او لازمې پریکړې وشوې.

دغه راز یاده ناسته کې په سپین بولدک کې د جمعه خان د ځمکې، د تخنیکي هیئت د اوونیز او راتلونکي کال د پلان او د عینو ميني او افکو کمپنۍ د موضوع په اړه اوږد بحث وشو او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

.

پر دې سربېره د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکي ورځ له پاره پلان جوړ شو او یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې له پخواني تخنیکي ټیم څخه وغوښتل شي چې د ځمکو سندونه او راپورونه د هیئت په واک کې ورکړي.

دغه راز یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې یو ۵ کسیز تخنیکي هیئت وټاکل شي ترڅو هغه ساحې چې سروې شوي نه دي سروې کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

BACK TO NEWS