د سرغړونې له امله د معاملو د لارښوونې شپږ دفترونه په ننګرهار کې وتړل شول

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۸
.

د ننګرهار عدلیې ریاست  د جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د معاملو د لارښوونې د دفترونو له څېړنې څخه وروسته، د معاملو د لارښوونې شپږ دفترونه یې د فعالیت د جواز د نه لرلو له امله وتړل(مهرلاک کړل).

د ننګرهار د عدلیې ریاست پلاوي، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۴مه د سې شنبې په ورځ، په جلال آباد ښار کې د معاملو د لارښوونې ۳۱ دفترونه له نږدې وکتل چې په پایله کې ۶ دفترونه د فعالیت د جواز د نه لرلو له امله وتړل شول.

د ننګرهار د عدلیې رئیس د معاملو د لارښوونې د دفترونو د څېړنې په وخت کې وویل چې اسلامي امارت هغه دفترونه چې په تېر وخت کې یې له قانوني سندونو پرته فعالیت کاوه تر څو چې د فعالیت جواز وانخلي د فعالیت اجازه نه ورکوي.

1000

تر اوسه پورې د ننګرهار په ۵ ناحیه کې د معاملو د لارښوونې د دفترونو فعالیت له نږدې څخه څېړل شوی او ټولټال ۱۰۳ دفترونه د سرغړونو او قانوني سندونو د نشتوالي له امله تړل شوي دي. همداراز د ننګرهار د عدلیې ریاست د معاملو د لارښوونې دفترونو ته د فعالیت د جوازلیک د وېشلو او غځولو له لارې تر اوسه پورې نږدې یو میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي او هغه یې د اسلامي امارت خزانې ته واریز کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS