د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د شاجوي او شهر صفا ولسوالیو له یو شمېر اوسیدونکو سره کتنه او خبرې وشوې. هیئت د هغوی ستونزې واوریدلې او د هغو د حل لارو په برخه کې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې هیئت د یادو شویو ولسوالیو اړوندو ساحو څخه لیدنه وکړي.