د زابل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۹:۱۳

د زابل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د زابل د عدلیې رئیس حاضرۍ ته د کارمندانو په پابندۍ، له اوامرو اطاعت، په وخت د چارو ترسره کولو او له بیت المال څخه د لګښتونو په سپما ټینګار وکړ او کارمندانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

له بلې خوا د یاد ریاست د بېلابېلو برخو آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په موخه وړاندیزونه مطرح کړل او په دې برخه کې د عدلیې رئیس لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS