د زابل او غزني ولایتونو د تخنیکي هیئتونو لخوا د دواړو ولایتونو ترمنځ د پولي تعیین

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۰:۵۵
.

د زابل او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۴ نېټه د دغو دواړو ولایتونو ترمنځ سرحدي سیمو ته سفر وکړ او خپلو کې کتنه وکړه.

دغه هیئتونه د ځمکو د غصب د مخنیوی د مرکزي کمېسیون د مشرتابه مقام د لارښوونې پر اساس د دغو داړو ولایتونو ترمنځ د پولې د تعیین په منظور یادې ساحې ته ولاړل.

.

د دغو دواړو ولایتونو تخنیکي هیئتونو خپلو کې وکتل او وروسته یې د دغو دواړو ولایتونو ترمنځ له نقشې او د جي پي اس له ټکو سره سم پوله مشخصه کړه.

د دواړو هیئتونو لخوا ترلاسه شوي معلومات به له مرکزي کمېسیون سره شریک کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS