د روژې په میاشتې کې اړمنو ته په مرستو د پکتیا د عدلیې رئیس ټینګار

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۷
.

د پکتیا ولایت، عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په یاد ولایت کې د فعالو خیریه بنسټونو له مسؤولینو سره په یوې ناسته کې، ټینګار وکړ چې د یادو بنسټونو له خوا د روژې په میاشت کې اړمنو ته د مرستو رسولو په برخه کې، اقدام وشي.

دغه ناسته د شعبان د میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه او د اتحادیو مسؤولینو هم په کې حضور درلود. د پکتیا ولایت، عدلیې رئیس په خپلې وینا کې، د خیریه بنسټونو او اتحادیو مسؤولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دغه ریاست سره همکاري او همغږي ولري.

دغه راز نوموړي وویل چې خیریه بنسټونو دې اساسي کارونو لکه ښوونې او روزنې ته زیاته توجو وکړي، د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف د مرستو له بهیر څخه ویډیوګانې وانخلي، د اړمنو عزت په پام کې ولري او د روژې مبارکې میاشت کې اړمنو ته د مرستو لپاره اساسي اقدامات وکړي.

نوموړي د اتحادیو له مسؤولینو هم وغوښتل چې خپل کارونه په منظم ډول ترسره کړي او خپل راپور په منظم ډول له عدلیې ریاست سره شریک کړي.

په دې ناسته کې د اتحادیو او خیریه بنسټونو مسؤولینو هم خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د احکامو او قوانینو مطابق به فعالیت وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS