د رسمي جریدې د غیرقانوني چاپ او خپرولو ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

په دې وروستیو کې لیدل شوي چې یو شمېر مطبعو او د چاپ مرکزونو، د رسمي جریدي په ناقانونه چاپ او بازارونو کې پر پلورلو لاس پورې کړی.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د مطبعو او چاپ مرکزونو او نورو بنسټونو او ارګانونو ټولو مسؤلینو ته خبر ورکوي چې په رسمي جریدو کې د قوانینو، مقررو او نورو تقنیني سندونو چاپ او خپرول عدليې وزارت پورې اړه لري او بل هیڅ شخص او ارګان نشي کولای د عدلیې وزارت له اجازې پرته د رسمي جریدې او تقنیني سندونو په چاپ او خپرولو کې اقدام وکړي. له ګرانو هیوادوالو څخه هم هیله کیږي چې د دغه ډول مواردو لیدلو په صورت کې د عدلیې وزارت ته خبر ورکړي که  بیا هم کوم اشخاص او یا خصوصي مطبعې په داسې غیر قانوني عمل لاس پورې کړي، او یا هم د داسې مواردو په پېدا کولو په صورت کې عدلیې وزارت ته خبر ورنکړي او د داسې مواردو د استفادې په حال کې ګیر شي نو عدلیې او قضایې ارګانونو ته به معرفي شي.

.

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements