د دفاع وکالت د څلورمې دورې ورودي ازموینه د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون سره واخیستل شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۴
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د څلورمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د کابو ۵۰۰ تنو غوښتونکو په ګډون سره د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د شعبان د میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د سترې محکمې استازي، محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس محترم مولوي رحمت الله حقاني، او د یاد وزارت د نورو مقاماتو په ګډون او وینا سره واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې ازموینې د پرانیستې برنامې ته  په خپله وینا کې وویل چې د نن ورځې ازموینه برخلیک ټاکونکې ده او اصلي موخه یې داد ه چې په اسلامي شریعت او مسلکي پوهې سمبال شوي وکیلان ټولنې ته وړاندې شي.

نوموړي د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې تاسو په ازموینه او نورو  پړاوونو کې په بریالیتوب او د جواز په اخیستلو سره، د اسلامي امارت له نظام او عدلیې وزارت څخه استازیتوب کوئ او ټینګار یې وکړ چې سیرت او صورت مو باید د اسلامي شریعت مطابق واوسي ترڅو له نظام څخه ښه استازیتوب وکړئ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین همدارنګه ټینګار وکړ چې د مدافع وکیلانو نیت له خپلو دندو څخه د پیسو موندل و نه‌اوسي بلکې نیت یې دا وي چې ټولنې او هغو خلکو ته خدمت وکړي چې څو لسیزې یې خپل دین او شریعت لپاره مبارزه او جهاد کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په منظم ډول د مدافع وکیلانو له فعالیت څخه څارنه کوي او په هغه صورت کې چې وکیلانو سرغړونه کړې وي، تر پوښتنې لاندې راځي.

د سترې محکمې استازي، شیخ عبدالصمد حقاني هم په دې برنامه کې وینا وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت د مشرانو تصمیم دا دی چې د هېواد محکمې لازیاتې فعاله شي او د دې کار لپاره اساسي شرط د مدافع وکیلانو برجستګي ده. نوموړي ټینګار وکړ اړتیا شته چې هم مدافع وکیلان او هم قاضیان پر اصولو او قوانینو بشپړ تسلط ولري او په دې هکله بېلابېلې برنامې چمتو شوي دي.

دغه راز نوموړي وویل چې مدافع وکیلان باید د خپل مؤکل وکالت په غوره توګه ترسره کړي او په ورته‌مهال له جعل او تزویر څخه ډډه وکړي او د محکمو اصول او آداب هم رعایت کړي.

په یاده برنامه کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، مولوي رحمت الله حقاني هم خبرې وکړې او د ازموینې ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې او د هغې راتلونکو مراحلو له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ. دغه راز نوموړي د ازموینې ګډونوالو لپاره د ازموینې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د دفاع وکالت د یادې دورې په ازموینه کې د ګډون لپاره ۵۱۰ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له دې جملې ۵۰۱ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS