د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون واخیستل شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۱
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د مالي او اداري رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب، د مدافع وکیلانو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او د یاد وزارت د نورو مقاماتو په ګډون او وینا سره واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې ازموینې پرانیست غونډه کې وویل چې دا ازموینه د یوې ارزښتناکې او مهمې موخې ته د رسیدنې لپاره اخیستل کېږي او هغه دا چې ټولنې ته مسلکي، وړ او لایقه افراد وړاندې شي څو د مظلومو خلکو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

نوموړي د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې ستاسو دنده د یو بیوزله طبقې له حقوقو څخه دفاع ده چې څو لسیزې جګړه او ناخوالۍ یې تېرې کړي او په دې دنده کې د دیانت او ایماني او افغاني احساس لرل د پيسو او مادیاتو ترلاسه کولو څخه ډېر مهم دي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر مدافع وکیلانو ته توصیه وکړه چې له دې دندې د دوی نیت د پیسو پیدا کول نه وي ځکه د دومره زده‌کړو،  تحصیل او زحمتونو وروسته، مادیات یوه ډېره کوچنۍ موخه ده؛ بلکې د دوی موخه هغو خلکو ته خدمت کول واوسي چې نه‌شي کولای له خپل حق څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه چې مدافع وکیلان په ازموینه کې له بریالیتوب او جواز اخیستو څخه وروسته د اسلامي امارت له نظام او عدلیې وزارت څخه استازیتوب کوي او ټینګار یې وکړ چې د دوی سیرت او صورت باید د اسلامي شریعت مطابق وي ترڅو له نظام څخه په سمه توګه استازیتوب وشي کولای.

د عدلیې وزارت مسلکي معین وویل چې د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په منظم ډول د مدافع وکیلانو فعالیتونو څاري او په هغه صورت کې چې وکیلانو سرغړونه کړې وي، تر پلټنې لاندې به ونیول شي.

په یاده برنامه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، مولوي سید حبیب الحبیب هم خبرې وکړې او د ازموینې ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې او د راتلونکو مراحلو له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ. دغه راز نوموړي د ازموینې ګډونوالو لپاره د ازموینې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې په دې دوره کې۶۴۸ تنه متقاضیان په شرایطو برابر پېژندل شوي چې په بریالیتوب ډول د ازمینې له تېرولو او راتلونکو مراحلو تېرولو وروسته به هغوی ته د دفاع وکالت جواز ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۸
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د باميان ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS