د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۵۲
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي حقوقي څېړنو د چارو د  عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد وزارت د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې وروستۍ ازموینه واخیسته.

د دفاع وکالت د ستاژ په دې دورې کې د شمولیت لپاره ۲۰۷ تنو غوښتونکي د دفاع وکالت په ورودي ازموینه کې له بریالیتوب څخه  وروسته او د ولایتونو ۲۸ تنو حقوقي مساعدین او د حقوقي مرستو آمرین د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست له‌خوا د یاد وزارت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست ته ورپېژندل شوي وو چې له دې جملې څخه د هغوی ۱۶۱ تنه د دفاع وکالت د ستاژ برنامې لومړۍ دورې کې شامل شوي وو. په دې برنامه کې له شامل شوو ستاژرانو څخه د هغوی ۱۳۶ تنو لومړی سمستر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د یادې برنامې په دوه یم سمستر کې شامل شوي وو.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي حقوقي څېړنو د چارو د عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست د دفاع وکالت د ستاژ برنامه د دې برنامې ګډونوالو ته د عملي او نظري زده کړو وړاندې کولو په موخه جوړه کړه. دغه برنامه یوه نهه میاشتنۍ زده کړه ییزه دوره وه او دوه سمستره په کې شامل وو چې په آنلاین او ځینې غونډې یې په حضوري ډول تدریس شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS