د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د غویي د میاشتې په ۱ نېټه د شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شوال د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري پيل کیږي او د غویي د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې به دوام ولري.
د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کیږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی. دغه راز د غوښتونکو سیرت او صورت باید د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو مطابق وي؛ له دې پرته پروسه کې نه شاملیږي.
اړین اسناد :
د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي
د تابعیت تذکرې رنګه کاپي
څلور قطعي عکسونه ۴/۳
د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)
په ازموینه کې د ګډون د کارتونو د توزیع او د ازموینې نېټه وروسته اعلانیږي