د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د دهن جوزک او د ۱۸ کیلومترو په اوږدوالي د ویالې په مسیر کې د نویو ودانو شویو ځمکو دوسیې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې ساحې ته د بررسي له پاره یو ټیم واستول شي.
په همدې توګه د نیلي ښار د ۲ ناحیې دوسیو په اړه بحث وشو او موظف شویو ټیمونو ته دنده ورکړل شوه چې د دولدل کلي پر دوسیې لازمې بررسۍ ترسره کړي.