د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۰:۳۱
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مرکز ولسوالۍ د لزیر ساحې د کرنې د ریاست د حقوقي دعوا دوسیه چې تخنیکي هیئت ته استول شوې، بررسي شوه او تصمیم ونیول شو چې ددغې ساحې بررسۍ د تخنیکي هیئت د رئیس راتګ پورې وځنډول شي.

په مهاجرین ښارګوټي کې د مخابراتي آنتن د یوې پايې راپور ناستې ته وړاندې شو او پریکړه وشوه چې قضیه په هر اړخیز ډول بررسي شي او د تثبیت یا د راتلونکو اجراآتو په اړه به یې وروسته تصمیم ونیول شي.

د شهرستان ولسوالۍ بند بولان ساحې کې د ځمکو د ادارې د تخنیکي آمریت راپور هم بررسي شو او په اړه پریکړه وشوه هغه اشخاص او افراد چې امارتي ساحې یې تصرف کړي جلب کړل شي او څېړنې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS