د داخلی پلټنې ریاست

د افغانستان داسلامي امارت دولت دعدلیې وزارت له داخلي ریاستونو څخه یویې دپلټنې (تفتیش) داخلي ریاست دی، دا ریاست د ۱۳۸۳ هـ.ل کال د وزیرانو دعالی شوری د (۸) ګڼې مصوبې پربنسټ د ۱۳۸۴هـ.ل کال په تشکیل کې رامنځته شو، دپلټنې (تفتیش) داخلي ریاست دعدليې وزارت دمحترم مقام له لوري دمنظور شوي پلان سره په همغګۍ خپلې کړنې پرمخ بیایی.

   د پلټنې (تفتیش) داخلي ریاست د درې (۳) آمریتونو او یو (۱) اداري مدیریت لرونکی دی:

  • دمفتیشینو (دپلټونکیو) د بورډ آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د شپاړس (۱۶) بستونو اود داخلې پلټنې د (۴) غړیو لرونکی دی.
  • دڅارنې اوکنترول آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د درې (۳) بستونو او څارنې اوکنترول د (۴) څلوروغړیو لرونکی دی.
  • د راپورونو دتحلیل او توحید آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د دوه (۲) بستونو اود راپورونو دتحلیل دبورد د(۴) څلورو غړیو لرونکی دی.
  • اداري مدیریت: دامدیریت پخپل تشکیل کې د مدیر او اداري مامور لرونکی دی.

   د پلټنې (تفتیش) دداخلي ریاست موخې:

  • دوزارت تراغېز لاندې له مالي او اداري اومسلکي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • دمسلکي، مالي او اداري چارو اغېزمن کنترول اوڅارنه.
  • ترلاس لاندې ادارو دترتیب شوی پلان تحقق اوڅرنګوالی.
  • دکنترول اوڅارنې له لارې دعامه شتمنیوساتنه.
  • د وزارت تراغېز لاندې ادارو دناقانونه بې اغېزې، بې ګټې او غلطو (ناسمو)کړنو پېژندنه او دنیمګړتیاو داصلاح (سمون) لپاره یې وړاندیز کول.

   د داخلي پلټننې (تفتیش) د ریاست مهمې دندې:

  • دپلټنې دپلان طرح اوترتیب .
  • دترتیب شویو پلانونو دتطبیق دپلټنې چارې ترسره کول.
  • دقانون دحکمونودښه تطبیق لپاره دلارښوونو، کړنلارو اولوایحو وضع کول.
  • دقانون د احکامو په نظر کې نیولو سره دادارې دعالی څېړنو او نورو لوړو بین المللي پلټونکیو ادارو معیارونه په نظر کې نیول.
  • دوزارت دواکمنو مقاماتو په لازم ګڼلو له اړتیا سره سم د راپورونو خپرول.