د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د افغانستان اسلامي امارت  د عدلیې وزارت  له مرکزي ریاستونو څخه دی. دا وزارت د رسمي جریدې د امتیاز څښتن دی، د عدليې وزارت د قانوني پړاوونو د تېرولو د قانون د «۴۰» مادې د حکم پراساس د تقنیني اسنادو د خپرولو او تنفیذولو دنده لري چې د امارتي او غیر امارتي ادارو کارکوونکو او د هېواد د نورو اوسېدونکو او مسئولینو د پوهاوي لپاره قوانین، تقنیني فرمانونه او اسناد، بین المللي حقونه چې افغانستان له هغو سره تړاو پیدا کړی دی، له توشیح وروسته او یا وروسته له هغې چې د اساسي قانون له «۹۴» مادې سره سم توشیح شوی وګڼل شي، په رسمي جریده خپاره کړي.

دغه ریاست ۲ آمریتونه، ۵ مدیریتونه او ۲ مسلکي غړي لري:

  • د عدالت  مجلې او د رسمي جریدې آمریت.
  • د عامه اړیکو آمریت.
  • اداري مدیریت.
  • د عدالت مجلې لوی مدیریت.
  • د خبرتیا او طباعتي مدیریت.
  • د کتابخانې مدیریت.
  • د ویش او خرڅلاو مدیریت.
  • د رسمي جریدې، عدالت مجلې او سوداګریزو خبرتیاو مهتمم.
  • د رسمي جریدي او سوداګریزو خبرتیاو مصحح.

د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست مهمې دندې:

  • په رسمي جریده کې د تقنیني سندونو تنظیم، چاپ او خپرول.
  • د سوداګرۍ او صنعت وزارت په لوی ریاست کې ثبت شوي سوداګزیزې نښې او ځانګړنې تنظیم، چاپ او خپرول.
  • د مطبوعاتي چارو انسجام.
  • د حقوقي پوهاوي د میاشتینۍ او عدالت مجلې تنظیم، چاپ او خپرول.
  • په ورځپاڼو او خبري بولټنونو او نورو ادارو او بین المللي مؤسساتو کې ګډون.
  • د معلوماتو غوښتنکو ته د معلوماتو ورکول.
  • له رسنیو سره د اړیکو ټینګول.
  • د ټولنیزو پاڼو او ویب سایټونو (فیسبوک، ټویټر او یوټیوب) چلول.

د رسمي جریدې آمریت:

رسمي جریده د افغانستان اسلامي امات یواځینئ خپرندویه رسمي جریده ده، لاندني تقنیني سندونه د پړاونو تېرولو قانون د ۴۰ مادې د حکم پر بنسټ د تقنیني سندونو  انفاذ په رسمي جریده کې خپروي او په مرکز او ولایتونو کې یې وېشل کیږي.

د رسمي جریدې او عدالت مجلې آمریت اساسي او عمده دندې:

  1. د تقنیني سندونو، علمي او حقوقي مقالو او سوداګریزې نښو خپرول.
  2. د قوانینو، تقنیني فرمانونو، مقررو، اساسنامو، تعدیل، لغو کیدل، زیاتول، الغاء، ضمیمو، د سترې محکمې تقنیني مصوبو، تقنیني حکمونو، معاهدو، نړیوالو میثاقونو، کنوانسېنونو، پروتوکولونو خپرول او د اړتیا په مهال د ادارې کړنلارې د کتاب په شکل د وزیرانو د شورا له تأیید او د امیرالمؤمنین له توشیح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپریږي.
  3. په رسمي جریده کې د سوداګریزو نښو او سوداګریزو ځانګړنو خپرول.
  4. عدالت مجله کې د علمي او حقوقي مقالو خپرول.
  5. د سهمیه په مطابق وزارت خانو او امارتي ادارو ته د رسمي جریدي ویشل.
  6. غوښتنکو ته د ځانګړي بېي په بدل کې د رسمي جریدې ورکول.
  7. د قوانینو او نور تقنیني سندونو د ډیټابېس آپدیت کول.

سوداګریز او طباعتي مدیریت:

  • د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت دقنیني سندونو د سافت کاپۍ په رسمي جریده کې د خپرولو په منظور ترلاسه کول.
  • د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرکزي مالکیتونو د ثبت مرکزی لوی ریاست څخه د سوداګریزړ خبرتیاوو هارد کاپۍ او سافت کاپۍ تر لاسه کول، وروسته له دې چې په رسمي او اصلاح شوي ډول کمپیوتر کې رایټ شي، چاپېږي.
  • د چاپ له پاره د عدالت مجلې او د عامه پوهاوي میاشتنۍ  خپرندويې د چاپ له پاره د سافت کاپۍ  ترلاسه کول.

د خرڅلاو او وېش مدیریت:

  • د محترم وزارت د مقام د حکم او  وړیا سهمیې جدول په اساس غوښتنکو ته په وړیا ډول د رسمي جریدو ویش.
  • دنافذه قوانینو او رسمي جریدو د وړیا ترلاسه کولو لپاره (دولتي، سکتوري ادارې، اشخاص په ځانګړي ډول کولای شي د رسمي وړاندیز لیک په وسیله په وړیا توګه د رسمي جریدو غوښتنه وکړي، د وزارت د مقام له احکامو څخه وروسته وړیا رسمي جراید ترلاسه کولای شي).
  • د نافذه قوانینو او رسمي جریدو د پېرلو لپاره (غوښتونکي کولای شي په آزادانه توګه د پیسو په مقابل کې رسمي جراید او نافذه قوانین وپېري).
  • پر نغدي ګډونوالو د رسمي جریدو وېش (امارتي او غیر امارتي ادارې او ځانګړي وګړي په خپلواکه توګه کولای شي چې د في ونډي له پاره د ټاکلو پیسو په مقابل کې د رسمي جریدې او عدالت مجله په کلني، شپږ میاشتني  ګډون وکړي او رسمي جریدي او د عدالت مجلي ترلاسه کړي).

د عدالت مجلې مدیریت:

د عدالت میاشتینئ مجله د دې وزارت له تخصصي-حقوقي خپرونو څخه ده، علمي - حقوقي مقالو په خپرولو سره یې علمي څېړونکیو او نورو مینه والو ته یې د علمي او حقوقي خپرې کړي.

د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت:

دغه آمریت د (۱۳۹۴) کال د ملي یووالي حکومت د ملي اړیکو ستراتېژۍ  ، د عدلیې وزارت د (۱۳۹۶) اړیکو ستراتېژۍ  او د عدلیې وزارت قانون او عدالت ستراتیژۍ، معلوماتو ته د لاس رسۍ قانون او د ټولونیزو رسنیو قانون په بنسټ فعالیت کوي. دغه آمریت د عدلیې وزارت د خبر رسولو د مرجع مسؤل او ویاند تر سرلیک لاندې خپلې دندې پرمخ وړي.

د معلوماتو غوښتنکو له پاره د معلوماتو وړاندې کول، د ویب پاڼې او ټولنیزو رسنیو چارې پرمخ وړل، رسنیو ته د معلوماتو وړاندې کول، مطبوعاتي کنفرانسونه جوړول او رسنیو سره د اړیکو ساتل د دې آمریت اساسي دندو څخه دي.

د دې آمریت د خبر رسولو لارې (مېتودونه):

  • مطبوعاتي کنفرانس جوړول.
  • رسنیو سره خبرې اترې.
  • د خبرپاڼو برابرول.
  • ویب پاڼه کې خپرول.
  • په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر او یوټیوب) کې خپرول.
  • د معلوماتو غوښتلو فورم ویشل.
  • خلکو سره مخامخ اړیکې.
  • په ټولنیزو، مدني، فرهنګي او رسنیو کې ګډون.

د کتابخانې مدیریت:

دغه مدیریت د کتابخانې د چارو د تنظیم، مراقبت او ساتنې په موخه جوړ شوی. د دغه مدیریت بنسټیزې دندې د کتابخانې اړتیاو ټاکل، د سندونو په مخ دکتابونو د موجودۍ او حقوقي پوهاوي خپرندويې، ورځپاڼو او د خپرولو نور برخه کې، دي.

اداري مدیریت:

یو د (۵)  بست مدیر، یو د (۶)  بست مأمور او د (۸) بست خدماتي کارکونکی دی.

دغه مدیریت اداري خدمتونه او هغه دندې چې د دې ریاست له پلان سره سمون وخوري، ترسره کوي.