د خوست ولایت په علیشیر تریزي ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو
د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ چې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غړیتوب هم لري، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ علیشیر تریزیو ولسوالۍ ته ولاړ او په کوټکي، لنډرو او قدام ساحو کې پر امارتي ځمکو د غاصبینو نوي تاسیسات جوړل چې په پټه توګه د شپې له خوا جوړ شوي وو، ویجاړ کړل.
د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت یادو غاصبینو ته وړاندې خبرداری ورکړلی وو چې د امارتي ملکیتونو له غصب څخه ډډه وکړي. دغه هیئت غصب شوې ځمکې مسترد کړې او پر خلکو او غاصبینو يې هم ټینګار وکړ چې په یادو شویو ساحو کې له غصب څخه ډډه وکړي.