د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په یو مطبوعاتي کنفرانس معرفی شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۴:۲۸
..

د خوست ولایت د ځمکې غصب د مخنیوي  او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئت د ربیع الثاني میاشت په ۲۶ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د والي د مرستیال مولوي محمد انور دین پرور له لوري په یو مطبوعاتي ناسته کې رسنیو ته معرفي شو.

په دغې ناسته کې چې د خوست ولایت د مقام د غونډو به تالار کې جوړه شوې وه، ددغه ولایت د والي مرستیال د اسلامي شریعت په رڼا کې د ځمکې د غصب په اړه وینا وکړه او د یاد هیئت په اړه یې رسنیو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې، د کرنې رییس چې ددغه هیئت مشري پرغاړه لري هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ددغه هیئت د غړو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په یاده ناسته کې د والي مرستیال او د کرنې رییس له لوري د خبریالانو سوالونو ته ځواب ورکړل شو.

ددغې ناستې په دوام کې، د چارو د ښه سرته رسولو او نورو مواردو په منظور وروسته له هر اړخیز بحثونو څخه یو لړ پرېکړې او تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS