د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۴۷
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

یاد شوي هیئت د اسماعیل خیل مندوزي او صبرۍ ولسوالۍ د کلیو او د نورو ساحو له اوسیدونکو سره په جلا توګه د هغوی اړوندو موضوعاتو او سندونو په تړاو بحث وکړ چې دغو برخو کې به لازم تصمیمونه ونیسي.

دغه هیئت پریکړه وکړه چې یو شمېر اشخاص راتلونکې غونډې ته د هغوی له سندونو سره و غوښتل شي او په همدې توګه د اهمو دوسیو ترتیب په اړه او مرکزي کمېسیون ته یې د راپورونو استولو په اړه بحث وکړ.

په همدې توګه یاد شوي هیئت د خوست ولایت مرکز د غړومبي اړوندې ساحې څخه هم لیدنه او نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS