د حقوقي مساعدتونو د ریاست اداري او د پيژندګلوۍ ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۱:۳۹
.

د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو د ریاست اداري او د پيژندګلوۍ ناسته ددغه ریاست د نوي رییس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ جوړه شوه.

دغه ناسته چې د یاد ریاست له کارکوونکو سره د لازیاتې پيژندنې، ددغه ریاست د کاري چارو د چټکتیا او ښه والي په منظور جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دغې ناسته کې د حقوقي مساعدتونو رییس د جهاد له دور څخه د اسلامي امارت تر بریا وروسته د خپل کاري سوابقو په اړه معلومات وړاندې کړل.

یاده ناسته کې، حقوقي مساعدینو هم د هېواد د محکمو او د حقوقي ریاست ترمنځ  موجوده ننګونې او ستونزې مطرح کړې او ددغو ستونزو د حل په منظور یې د سترې محکمې له مسوولینو سره د همغږۍ د ناستې د جوړيدو غوښتنه وکړه.

یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د حقوقي مساعدتونو رییس به موضوع د عدليې له وزیر سره شریکه کړي ترڅو شته ستونزې په بنیادي او بنسټیز ډول حل شي.

یاده ناسته کې د حقوقي مساعدتونو رییس ددغه ریاست د دندو او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او د یاد ریاست د حقوقي مساعدتونو د آمریت او د حقوقي عامه پوهاوي آمریت له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې له وزارت څخه د باندې د توظیف په موده کې خپل توظیفي راپور ددغه ریاست له مقام سره د راپور په ډول وړاندې کړي.

دغه راز نوموړي لارښوونه وکړه چې د یاد ریاست له آمرینو، اداري مدیریت او دوه تنو کارکوونکو څخه ګډ، یوه کمېټه جوړه شي ترڅو د حقوقي مساعدتونو د ریاست اړیکې ددغه وزارت له نورو ریاستونو سره ټینګې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS