د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان د پروژو له مسوول سره د مدافع وکیلانو د رییس کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۲۰
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو رییس مولوي سید حبیب الحبیب د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۸  نېټه د دوشنبې په ورځ د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) د پروژو له مسوولې مېرمن ماندا مکوریلا او د هغې له مل پلاوي سره د عدليې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړي.

په دغې ناسته کې، دواړو لورو د مدافع وکیلانو د ستاژ له برنامې څخه د ملاتړ په تړاو له دغه سازمان سره د عدليې وزارت د هوکړې او له عدليې وزارت سره د یاد سازمان د راتلونکو مرستو د همغږۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

یاده ناسته کې د مدافع وکیلانو رییس د عدليې وزارت په راتلونکو برنامو رڼا واچوله او یاده برخه کې ددغه وزارت د پالیسیو په اړه توضیحات ورکړل.

دغه راز نوموړي د مدافع وکیلانو د ستاژ د برنامې په اړه د عدليې وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ستونزو ته رسیدګي کړې او کوي. نوموړي د مدافع وکیلانو د ستاژ جوړولو او د هغه معیاري کولو او نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو په اړه هغوی ته معلومات ورکړل.

د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان د پروژو مسوولې هم د عدليې وزارت له ټولو برنامو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او پر لازیاتې همغږۍ يې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS