د جوزجان پوهنتون غصب شوي ځمکه بررسي کېږي
د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هئيت رئیس او د غړو په ګډون سره جوړه شوه.
د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې د یاد ولایت د پوهنتون د غصب شوي ځمکې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې ياده ځمکه دې بررسي شي.
همدارنګه د هيئت په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند د یو شمېر نورې دوسیې هم بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.