د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل
د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هئيت په دې ناسته کې د جوزجان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند د اوه سوه پنځه اویا ( ۷۷۵) جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې.
همداراز د تخنيکي هیئت په دې ناسته کې تر دعویٰ لاندې د ځینو ځمکو دوسیې هم تر بحث لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې يادې دوسیې دې بشپړې او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.