د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۸:۴۶
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت د ۱۴۰۲ کال کاري پلان بررسي شو او د تایید وړ وګرځید او دغه راز له غړو ادارو څخه وغوښتل شول چې ځیني نور موضوعات هم دغه پلان کې د درج په منظور وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې، مرکزي کمېسیون ته د تخنیکي هیئت یو میاشتنی راپور د استولو له پاره، تایید شو او یاد هیئت له محکمې او د استیناف محکمې څخه د استول شویو دوسیو په اړه د سکرتریت راپور واورید. په پایله کې مشخصه شوه چې په سه شنبه کلي کې ځایي اوسیدونکو امارتي ځمکې، غصب او تصرف کړي او څاه ګانې یې په کې کیندلي او تاسیسات يې په کې جوړ کړي.

د آقچې ولسوالۍ په کول بقال کې هم یو شمېر خلکو د سرې میاشتې ځمکې غصب او تصرف کړي. یاد هیئت مسلکي ټیم ته دنده وسپارله چې لازیاتې څیړنې ترسره کړي او د یادو ساحو اصولي سندونه بشپړ کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې په مرنجان، کوکلداش، سه شنبه (ترکستان ښارګوټي)، منګوتي، د افغانګاز تصدۍ، جګدلیک، پمپ خانه کلیو او د خواجه دوکوه، قوشتپه او د جوزجان ولایت د مرکز ولسوالیو ترمنځ د عامه مرعی ځمکې  په ساحو کې د غصب شویو امارتي ځمکو د بررسۍ په اړه د توظیف شویو ټیمونو راپورونه وړاندې شول او مشخصه شوه چې د مرنجان کلي په ساحو کې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم ۹۰ سلنه بررسۍ بشپړې شوي او د هغو وروستۍ دوسيې به په نږدې وخت کې دغه کمېسیون ته وړاندې شي.

د یادو ساحو پاتې برخو کې ۵۰ تر ۷۰ سلنه کار پرمخ تللی خو د قضیو د پیچلتیا او د مسلکي پرسونل او تخنیکي تجهیزاتو د کمښت له کبله تر اوسه بشپړ شوي نه دي چې د هغو د بشپړولو برخو کې يې لازمې لارښوونې ورکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS