د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۱:۵۲
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مرکزي کمېسیون لخوا استول شوي لیکوونه او دوسیې په کې بررسي شوې او مشخصه شوه چې یادې شوې دوسیې لازیاتو څېړنو ته اړتیا لري. یاد هیئت توظیف شویو ټیمونو ته لارښوونه وکړه ترڅو پاتې څېړنې بشپړې کړي او راپور یې تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې، د بررسۍ، کروکي، د مساحت تعیین، برآورد په تړاو او په مرنجان، کوکلداش، سه شنبه، منګوت، د افغانګاز، جګدلیک، پمپ خانه کې د غصب شویو امارتي ځمکو د اصولي سندونو راټولولو او خواجه  دوکو، قوشتپه او د جوزجان مرکز ترمنځ د عامه څړځای د غصب شویو ځمکو په اړه د توظیف شويو ټیمونو راپور وړاندې شو.

.

د دغه راپور پر بنسټ، د مرکزي کمېسیون له ورکړل شویو لارښوونو سره سم د مرنجان او سنګریک کلیو په ساحو کې د غصب شویو امارتي ځمکو څیړنې او بررسۍ بشپړې شوې او ډېر ژر به د تصمیم نیونې په غرض مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

د یادو شویو ساحو پاتې څېړنې او بررسۍ دوام لري او د قضیو او د بررسۍ لاندې ساحو د پیچلي ماهیت په نسبت او د مسلکي پرسونل، تخنیکي تجهیزاتو او وسایلو د کمښت له امله کارونه یې بشپړ شوي نه دي. یاد شوي هیئت د توظیف شویو ټیمونو په کارونو کې پر چټکتیا او جدیت، ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS