د جوزجان ولایت د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د جوزجان ولایت د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه ولایت د مستوفي په ریاست او د یاد هیئت په غړیتوب جوړه شوه.
دغې ناسته کې، ددغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د کوکلداش او جوی وزیر کليو او د مرکز اړوند د چهل مرد کلي کې د غصب شویو ځمکو په اړه له مرکزي کمېسیون څخه استول شوي لیکوونو بررسي شول او موظف ټیمونو ته دنده وسپارل شوه چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونو سره سم؛ د یاد شویو ساحو پاتي بررسۍ او څېړنې بشپړې کړي او راپور یې تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.
دغه راز په یاده ناسته کې، د مرنجان، سه شنبه (د ترکستان ښارګوټي)، منګوتي، د اقغان ګاز تصدۍ د غصب شویو امارتي ځمکو او خواجه دوکو، قوشتپه او ددغه ولایت د مرکز ترمنځ د عامه مرعی ځمکو د بررسۍ،کروکي، د مساحت تعیین او قانوني سندونو په تړاو د موظف ټیم راپور بررسي شول او موظف ټیم ته دنده وسپارل شوه چې د یادو ساحو ټولې څېړنې او قانوني سندونه بشپړ کړي او راپور یې دغه هیئت ته وړاندې کړي.
یاد شوي هیئت محکمو ته د رسیدل شویو عریضو او دوسیو په اړه د امارت د قضایاو د مسلکي غړو راپور هم بررسي کړ او موظف ټیم ته یې دنده وسپارله چې د غصب شویو ساحو ټولې څیړنې او اصولي سندونه بشپړ کړي او راپور یې تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي ترڅو د امارتي ملکیتونو له حیف او میل څخه مخنیوی وشي.