د جوزجان ولایت خیریه بنسټونو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۳:۵۰
.

د جوزجان ولایت له خیریه بنسټونو سره د همغږۍ ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د والي قاري ګل حیدر شفق په مشرۍ او د عدليې رئیس مولوي محمد نظر فایق او د یاد ولایت د خیریه بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د جوزجان ولایت عدليې رئیس، د خیریه بنسټونو استازي معرفي کړل او د خیریه بنسټونو د فعالیت او د هغوی د مرستو او همکاریو د ترلاسه کولو په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل چې په اوسنیو شرایطو کې خلک لاسنیوي او مرستو ته ډیره اړتیا لري او باید له اړمنو سره د مرستو رسولو په برخه کې صادقانه عمل وشي.

وروسته د خیریه بنسټونو استازي د کړنو او تطبیق شویو پروژو په اړه خبرې وکړې او تر لاس لاندې برنامو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې، د جوزجان والي د خیریه بنسټونو له نیکو کړنو څخه قدرداني څرګنده وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې حقدار ته حق وسپاري او داسې کار وکړي چې د ولس خیر او د لوی څښتن تعالی رضایت په کې وي.

یاده ناسته په یو لړ بېلابېلو موضوعاتو د بحث او د نظر له تبادلې څخه وروسته د خیر په دعايې پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS