د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې د ۹ برنامو جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۱:۵۳
.،

عدلیې وزارت د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې  (د ربیع الثاني میاشت ۱۵-۲۱) د کابل ښار په شپږمه او نهمه ناحیو کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې ۹ برنامې جوړې کړي او د ښوونځیو زده کوونکو په شمول ۳۲۵ تنو له هغو څخه ګټه اخیستې ده.

عدليې وزارت د محکمو پر وړاندې په جزایي قضیو کې د بې وزلو مظنونینو او تورنو له حقوقو څخه د دفاع او په (کورنۍ) حقوقي قضیو کې د بې سرپرسته ښځو او ماشومانه څخه د دفاع، اړمنو له پاره د حقوقي مشورو وړاندې کول او خلکو ته د حقوقي پوهاوي ورکوونې مسوولیت پرغاړه لري چې ددغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست دغه مسوولیت پرمخ وړي.

یاد ریاست د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د بې وزلو مظنونیو او تورنو له شرعي حقوقو څخه د دفاع په منظور په درېو جزايې قضیو کې چې ۶ تنه مظنونین او تورن په کې شامل دي، د کابل ولایت په مرافعه محکمې کې حقوقي مساعدین توظیف کړي دي.

دغه راز یاد ریاست ۱۸ مدني او جزايي قضیو ته چې د هغو له پاره حقوقي مساعدين وړاندې توظیف شوي ول، اړوندو محکمو کې د موکلینو شرعي حقوقو ته رسیدګي کړې ده.

دغه راز د یاد ریاست له لوري د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې سره د ۴۹ تنو موکلینو د کتنې له پاره همغږي ترسره شوې او ۶ قطعې اعتراضیې ورقې، صورت دعوا او دفاعيې د موکلینو د شرعي حقوقو څخه د دفاع په منظور ترتیب او لیکل شوي چې له تایید څخه وروسته اړونده محکمې ته سپارل شوي دي. 

ددغه ریاست حقوقي مساعدینو د ابتدایه او مرافعه محکمو په څلورو قضايي غونډو کې ګډون کړی چې د اړونده محکمې له لوري ۱ تن مظنون ته برائت ورکړل شوی دی. دغه راز په دغې اوونۍ کې د حقوقي مساعدینو له لوري ۴۱ تنو اړمنو ته حقوقي او شرعي خدمتونه او وړیا مشورې وړاندي شوي دي.

دغه راز یاد ریاست د اسلام له نظره د انسان د حقوقو په نوم یوه رساله لیکلې او ترتیب کړې او د مبلغینو د استفادې په منظور ولایتونو ته استول شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS