د تیرو درېنیمو کلونو په موده کې ۴۵۰ زره جریبه ځمکه او سلګونه میلیونه افغانۍ په محکمو کې د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوې دي

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د نورو عمده دندو تر څنګ، د امارتي او عامه (بیت المال) شتمنیو د ساتنې مسؤولیت پر غاړه لري چې دا دنده د دغه وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست لخوا تر سره کېږي.
یاد ریاست د امارتي ادارو لخوا په محکمو کې له اشخاصو سره د هغو د دعواوو په اړه د رسمي لیک له ترلاسه کولو وروسته، د دعواوو پر دوسیو خپل کار پیلوي او د اسلامي امارت په استازیتوب په محکمو کې قضیې پر مخ وړي.
دغه ریاست د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال تر پای پورې په محکمو کې له امارتي او عامه (بیت المال) شتمنیو دفاع کړې چې له امله یې سلګونه زره جریبه ځمکه، زرګونه دوکانونه، څو حویلیانې، څو پوړیزې ودانۍ، سرای او سلګونه میلیونه افغانۍ د محکمو لخوا د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي دي.
د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې د دې مودې په اوږدو کې توانېدلی چې له دغو قضیو څخه په دفاع سره څه باندې ۴۵۰ زره جریبه ځمکې، له ۴۶۰۰ زیات دوکانونه، لسګونه حویلیانې، څو پوړیزې ودانۍ او سرايونه، څه دپاسه ۱ میلیارده او ۲۶۳ میلیونه افغانۍ، له ۱ میلیونه او ۱۴۶ زره زیات ډالر او څه باندې ۷۲۳ زره یورو د محکمو د پرېکړو په اساس اسلامي امارت ته بېرته را وګرځوي. د محاکمو پرېکړې هم پر یادو قضیو تطبیق شوي دي او دغه شتمنۍ عملاً د اسلامي امارت په واک کې راغلي دي.
د عدلیې وزارت ژمن دی چې د بیت المال د دفاع په برخه کې لا ډېر کار وکړي او له دې لارې به د یادو شتمنیو ساتنه وشي.