د تمدن ټلویزیون فعالیت له سیاسي ګوند سره د تړاو او امارتي غصب شوې ځمکې څخه د استفادې په دلیل درول کېږي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۱:۲۵
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، مخکې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو هر ډول فعالیت منع اعلام کړی وو او د دغه تصمیم په اساس د هېواد سیاسي ګوندونه ملغا دي او په هغو پورې تړلې رسنۍ هم د فعالیت حق نه لري.

د تمدن ټلویزیون، د خاتم النبین مدرسه او د خاتم النبین پوهنتون «د افغانستان اسلامي حرکت» لغو شوي حزب پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم پر امارتي غصب شویو ځمکو باندې جوړې شوي دي چې په همدې دلیل د یادو شويو درېیو بنسټونو فعالیت بند او دفترونه یې د عدلیې وزارت له‌خوا تړل کېږي. 

د همدغو مواردو له امله، له عدلیې وزارت  څخه یو پلاوی د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ، تمدن ټلویزیون ته ولاړ او مسؤولینو ته یې خبر ورکړ چې د دغه ټلویزیون فعالیت بند او دفتر یې تړل کېږي.

د عدلیې وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ممنوع دی او له هر ډول ګوندي فعالیت سره شرعي او قانوني چلند ترسره کېږي.