د تعرفې د هیئت قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۶
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تعرفې د هیئت قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۸مه نېټه په ۱۴۷۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

د تعرفې د هیئت په قانون کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۲۱ مادې شاملې دي او د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د مالیې وزارت دی.

په دې قانون کې د تعرفې هیئت د ماليې وزیر په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، کانونو، اقتصاد، د عامې روغتیا وزیرانو، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت باصلاحیته استازي، د نورم او سټنډرډ، د استخباراتو لوی ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنایعو او کانونو خونې او د کرنې او مالدارۍ رئیسانو په عضویت تعیین شوی دی.

دا هیئت د افغانستان اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره پر سوداګریزو مالونو د ګمرکي تعرفې او موسمي تعرفې د تعیین، د اغیزمنتوب بررسۍ او د بدلون مسئولیت پر غاړه لري. همداراز د ترجیحي تعرفو، د صادراتي او وارداتي مالونو د خلاصون او بندیز او یا د هېوادونو یا فابریکو له ډامپنګ څخه د مخنیوي په اړه پرېکړې د یاد هیئت له صلاحیتونو څخه دي.

په دې قانون کې د مالونو د تعرفې د بدلون پړاوونه، د صادراتو او وارداتو خلاصون او بندیز، د هیئت د پرېکړو تطبیق او د هغو څارنه، د پرېکړو محدودیتونه، د تعرفوي پرېکړو معیارونه او د ګمرکي تعرفې قانوني ارجحیت هم بیان شوي دي.

په ۱۴۷۵ ګڼه جریده کې د کندهار ښار عینو مېنې د ښارګوټي په شمال ختیځ کې د عمومي هدیرې لپاره د ۲۰۰۰ جریبه په مساحت د یوې قطعې امارتي ځمکې د وقف په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان هم چاپ او خپور شوی دی.

محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیټابېس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx

تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan