د تخار ولایت د عدلیې رئیس وپېژندل شو

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۳۷
.

د کندز ولایت د عدليې پخواني رئیس سید رفیع الله صفوي چې په وروستیو کې د تخار ولایت د عدليې رئیس په توګه تبدیل شوی دی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د والي له خوا کارکوونکو او مسوولینو ته وپېژندل شو.

د تخار ولایت د عدليې رئیس د پېژندنې په مراسمو کې چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۱۷ مه د دغه ولایت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د دولتي ادارو رئیسان، د ولایتي شوری وکیلان، د مدني ټولنې استازو او د دغه ولایت د عدليې ریاست یو شمیر کارکوونکو حضور درلود.

د تخار ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق د دغه ولایت د عدليې رئیس په توګه د ښاغلي صفوي د پېژندنې پرمهال، دغه منصب یې هغه ته مبارکي وویله او د چارو پرمخبیولو کې د بریا هیله ورته وکړه. هغه همداراز د هېواد د عدليې وزارت له رهبرۍ څخه د تجربه لرونکو او مسلکي کسانو د ګمارلو په خاطر قدرداني وکړه او په دغه ولایت کې د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

.

د تخار ولایت د عدليې نوي رئیس هم د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د دغه ریاست ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

په پای کې د تخار ولایت د عدليې رئیس د دغه ولایت د دفتر د رئیس او د بشري سرچینو د رئیس له لوري  خپل کاري دفتر ته لارښودنه وشوه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS