د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل
د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ۷ زرو ۳۳۳ جریبه د ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسۍ لاندې ونیول شوې او پریکړه وشوه چې هغو دوسیې له بشپړیدو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته واستول شي. له دې جملې د همدرد استوګنیزې پروژې د ۵ زره جریبه ځمکې او د خاک سفید ولسوالۍ د کان لرونکې ۸۰۰ جریبه ځمکې په اړه پرېکړه وشوه چې په دې هکله لا زیاتې څېړنې ترسره شي.
همداراز په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د دعوا لاندې ځمکو په اړه هم بحث وشو.