د بلخ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د بلخ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲ مه نېټه دشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس شیخ عزیز الله سعيدي او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د بلخ ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.