د بلخ له عدليې رییس سره د دغه ولایت د ولسوالیو د حقوقو د مدیرانو د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۵:۴
.

د بلخ ولایت عدليې ریاست د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د بلخ ولایت د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د مدیریت په اصولو کې د اجرااتو څخه د پایلې ترلاسه کولو په منظور د راپور وړاندې کولو د اصل په اړه خبرې وکړې او د چارو د ښه والي په منظور د اونیز، میاشتنۍ او ربعوار راپور  په وړاندې کولو او د ستونزو پر شریکولو يې ټینګار وکړ.

...

په یاده ناسته کې، د ولسوالیو د حقوقو مدیرانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل، خپل اړتیاوي او ستونزې یې د عدليې له رییس سره شریکې کړې.

دغه راز د عدليې رییس وویل چې  په ولسوالیو کې د حقوقي قضیو په بررسۍ کې باید جدي او شرعي اقدامات ترسره شي او د قضیو په رسیدګۍ کې د موثقو اطلاعاتو او سرچینو څخه کار واخیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌آباد ښار په اتمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

BACK TO NEWS