د بغلان ولایت او نورو ولایتونو سیلاب ځپلو ته د فوري مرستو رسولو په اړه د عدلیې وزارت اعلامیه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۵:۱۷
.

په خواشینۍ سره چې تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړي توګه بغلان ولایت کې د سیلابونو راوتلو له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي او دغو پېښو درانه مالي زیانونو هم اړولي دي. د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مشرتابه زیانمن شویو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ څرګندولو تر څنګ، د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د یادې پېښې شهیدانو لپاره جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفا استدعا کوي.

د یادو پېښو تلفاتو او د زیانونو پراخوالي ته په کتلو سره، په بغلان ولایت او نورو سیلاب ځپلو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، هرات او غور کې زموږ ګڼ شمیر هېوادوال عاجلو بشري مرستونو ته اړتیا لري او د عدلیې وزارت په یاد وزارت کې له ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو څخه غواړي چې دغو ولایتونو لپاره د مرستو راټولولو او ویشلو په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

دغه راز د عدلیې وزارت له ټولو ګرانو هېوادوالو، ملي سوداګرو او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې د دغو ولایتونو سیلاب ځپلو لپاره د روغتیایي او خوراکي توکو د مرستو رسولو او ویشلو او د سرپناه برابرولو په برخه کې له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.