د بغلان، خوست او پنجشیر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۲۶
.

د بغلان، خوست او پنجشیر ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په ګډون سره جوړې شوې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پکې بحث وشو. یاد شوو هیئتونو په دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

د بغلان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، راتلونکې ورځ له پاره عملي پلان طرح شو او پریکړه وشوه چې د هیئت د اړتیا وړ وسایل مرکز ته وړاندیز شي.

.

په همدې حال کې د خوست ولایت تخنیکي هیئت د وچ جر ساحې ته ولاړ او ددغې ساحې په بېلابېلو برخو کې يې غیرقانوني کورونه او تصرفات يې چې د غاصبینو لخوا جوړ شوي وو، ویجاړ کړل.

دغه راز یاد هیئت ددغې ساحې متصرفینو او غاصبینو ته خبرتیا ورکړه چې راتلونکي کې ددغه ډول کارونو څخه ډډه وکړي. یاد شوي هیئت د سیمې اوسیدونکو ته هم لارښوونه وکړه چې په ټاکل شوي وخت سیمه پریږدي.

.

پر دې سربېره د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې په عنابه ولسوالۍ کې د تخنیکي هیئت د کارونو  او دغې ولسوالۍ کې تر دې دمه ۲۹۹ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده، بحث وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې، د تخنیکي هیئت د کاري کړنلارې، د ولسوالیو په کچه د ځمکو د تثبیت، عمومي سړک ته څیرمه د بې سندو جوړو شوو کورونو په اړه په اجراآتو کې لازم دقت او د هیئت د غونډو جوړولو او راتلونکو کړنو په  اړه بحث وشو.

دغه راز په دغه ناسته کې ټینګار وشو چې هیئت له پاره ترانسپورټ او د اړتیا وړ امکانات په پام کې ونیول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS