د بریتانیا له یو شمېر اسلامي علماوو سره د عدليې وزارت د سرپرست کتنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۴:۵۳
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۲ نېټه د شنبې په ورځ له یو شمېر اسلامي علماوو سره چې له بریتانیا څخه افغانستان ته راغلي دي، وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت سرپرست یادو علماوو ته ښه راغلاست وویل او هغوی ته یې د اسلامي امارت د نظام په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت سرپرست د عدليې وزارت د بېلابېلو برخو د دندو او مسؤلیتونو او هم د اسلامي امارت له بریا څخه وروسته د قانون جوړونې په برخه کې د یاد وزارت پرمختګونو په اړه، هغوی ته معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د یادو علماو پوښتنو ته هم ځواب ورکړ او ویې ویل چې د نړۍ ټول مسلمانان له یو بل سره ورونه دي او مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ وکړي او خپل مسؤلیت ادا کړي.

په پای کې یادو علماوو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه ویې ویل هغه څه یې چې له افغانستان څخه بهر اوریدلي او هغه څه یې چې له نږدې لیدلي ډیر زیات توپیر لري. هغوی ژمنه وکړه چې د افغانستان عیني واقعیتونه او هغه څه یې چې له نږدې لیدلي په بشپړې امانتدارۍ سره به يې بهر ته ولیږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS