د بدخشان په ارغنجواه ولسوالۍ کې د څړځای ۱۳۷۰ جریبه ځمکې استرداد

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۲:۱۵
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ ته ولاړ او یادې ولسوالۍ د شیوې دښتې د عامه څړځای د تخریب او د غصب د مخنیوي په برخه کې اجراآت ترسره کړل.

هیئت ګلستان دره کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه، سرکوتل شیوه کې ۲۰ جریبه ځمکه، کردک ده ساحه کې ۱۵۰ جریبه ځمکه او د شیوې دره مزار ساحه کې ۲۰۰ جریبه ځمکه چې ټولټال ۱۳۷۰ جریبه ځمکه کیږي، د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ استرداد کړه.

یادې ځمکې مخکې د څارویو څړځای تثبیت شوي خو افرادو او اشخاصو هغه ویجاړې او په کرنیزه ځمکې تبدیلې کړي چې د هیئت له خوا بیاځل د څارویو په څړځای تبدیلې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS