د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۴:۲۴

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او راغ ولسوالیو ته د تخنیکي هیئت د سفر په اړه په کې بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې تخنیکي هیئت راتلونکې اوونۍ یادو ولسوالیو ته سفر وکړي.

په یاده ناسته کې، د کرنې ریاست څخه د ۷۹۸ جریبه ځمکې د بررسۍ او استرداد له پاره استول شوې دوسیه بحث لاندې ونیول شو او پریکړه وشوه چې راغ ولسوالیو څخه له بېرته راستنیدو وروسته موضوع بررسي او په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د یاد ولایت د مرکز په اومې ناحیې کې د ۱۴۴ جریبه ځمکې اړوند د لعل بدخشان څیړنیز فارم دوسیه چې د مرکزي کمېسیون له خوا مسترد شوې، غونډې کې مطرح او پریکړه وشوه چې فني ټیم د امنیه قوماندانۍ د مرستیال په همغږۍ د محرم میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ ساحې ته ولاړ شي او د خپل اجراآتو راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز د ټولګټو ریاست د ۳۲ جریبه ځمکې د ملکیت موضوع چې د کشم ولسوالۍ د بلوڅو کلي درې تنو اوسیدونکو غصب لاندې ده، غونډې ته مطرح شوه او تصمیم  ونیول شو چې تخنیکي هیئت د محرم میاشتې په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د امنیې قوماندانۍ په همغږۍ یادې ولسوالۍ ته ولاړ شي او د هغې د استرداد په برخه کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS