د بامیان ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۵:۰
.

د بامیان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه، د عدليې ریاست د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې رسمي وختونو ته پابند اوسي او په ټاکل شوي وختونو خپلو دندو ته حاضر شي او خپل حاضري په وخت سره لاسلیک کړي.

.

په یاده ناسته کې، د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې د عدليې ریاست د نظافت او پاکۍ په ساتنه کې دقت وکړي او د بریښنا په لګښت کې سپما وکړي. دغه راز له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل لمونځونه په جماعت سره ترسره کړي.

په دغې ناسته کې د عدليې رییس د دغه ریاست د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د وړاندیزونو د پوره کولو او د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS