د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۱:۳۵
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د مخکنۍ ناستې د موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او هم د راتلونکې اوونې له پاره کاري پلان جوړ شو.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت سنګ آتش ولسوالۍ ته سفر وکړي او د پسته لیق له ساحې څخه له نږدې لیدنه او بررسي ترسره کړي او یادې شوې ساحه کې د پستې ځنګل له غاصبینو څخه خلاصه کړي.

دغه راز یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د ترکمنستان پولې ته څېرمه د سنګ آتش ولسوالۍ تور شیخ سیمې ته لاړ شي او د ۱۳۵۷ کال کادستري نقشه چې ۲۱ قطعې ځمکه پکې شامله ده، په یادې ساحه کې تطبیق کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS