د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجب المرجب د مياشتې په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.