د بادغیس عدلیې رئیس د دره بوم ولسوالۍ له مسؤولینو سره وکتل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۹
.

 د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالرزاق مرزوقي او ورسره مل پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت دره‌بوم ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له ولسوال او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې د عدلیې رئیس د ځینو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د امارت د قضایاوو له مدیریت سره یې د یادې ولسوالۍ د مسؤولینو همکاري وغوښته او په دې برخه کې یې پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست د ښې همغږۍ، د موجودو ستونزو او کاري ننګونو د لري کولو په منظور د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د هغمږۍ ناستې ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په. . .

BACK TO NEWS