د انسجام لوی ریاست
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت له مرکزي او کلیدي ریاستونو څخه یو دی، دغه ریاست په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان اسلامي جمهورۍ انتقالي دولت رئیس د (۱۵۲) ګڼې فرمان پر بنسټ د عدلیې وزارت په چوکاټ کې جوړ شو او بیا په (۱۳۹۸)کال د افغانستان اسلامي جمهورۍ د عالي مقام ریاست په منظورۍ او د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون له تأیدۍ وروسته د انسجام لوی ریاست ته ارتقا کړې ده، همدا راز دغه د ۱۳۹۸ کال تشکیل وروسته له بیا کتنې څخه لږ بدلون سره په ۱۴۰۱ کال چې د ۲۶/۱۱/۱۴۴۳ نېټې سره سمون خوري د (۴۹۷۰) ګڼې لیک په ترڅ کې د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د تشکیلاتو بیاکتنې او اصلاحاتو کادري ریاست ته استول شوی او د یاد تکشیل منظورۍ خبر ورکړل شوی دی، چې لاندې برخې په کې شاملې دي.
- د جعیتونو د چارو ریاست
- د معاملو د لارښوونو چارو ریاست
د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکوونکو، د ټولنیزو جمعيتونو ثبت او بررسۍ د انسجام لوی ریاست تشکیل
- اداري لوی مدیریت: دغه مدیریت یو (۴) او (۶) بست لري.
- د معاملو لارښوونو او د عریضه لیکونکو ریاست: دغه ریاست په خپل تشکیل کې د ۳ رتبې بست ۲ آمریتونه
- د معاملو لارښوونو د ثبت او بررسۍ آمریت
- د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو له فعالیتونو څخه د بررسۍ او نظارت آمریت
(۳) د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکونکو له فعالیت څخه د نظارت او بررسۍ مدیریت (۴) رتبې بستونه او د معاملو د لارښوونو د ثبت او جواز بررسۍ غړی ـ (۶) د عریضې لیکنې د جواز بررسۍ او ثبت مدیریت، د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د نظارت غړي، د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د ډیټابېس او اداري مدیریت (۵) رتبې بستونه او (۲) د اداري مأمور (۶) رتبې بستونه دي.
- د جمعیتونو د چارو ریاست:
خپل تشکیل کې (۱) آمریت د (۳) رتبې بست، (۱۰) د جعیتونو بررسۍ او جمعیتونو د نظارت بورد (۴) رتبې بستونه، (۱) د اداري مدیر (۵) رتبې بست او (۱) اداري مأمور د (۶) رتبې بست لري.
د انسجام د لوی ریاست اساسي او عمده موخه:
د دغه ریاست عمده او اساسي دنده د ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو ثبت او بررسي ده.
- د انسجام لوی ریاست عمده دندې:
- له مراجعینو او نورو مراجعو څخه د ټولو پاڼو، سندونو، لیکوونو، استعلام، وړاندیز لیک، غوښتنلیک اخیستل اړونده برخو ته یې استول.
- کارکوونکو ته د هغوی اړوندو کارونو لارښوونه.
- د ادارې په چارو کې د همکارۍ منځ ته راوړل.
- د انسجام لوی ریاست د چارو تنظیم او د دې ریاست کارونه ترتیبول.
- د انسجام لوی ریاست د چارو ښه انسجامول.
- د دې ریاست د ټولو برخو کنترول او مراقبت.
- د دې ریاست په خپل وخت د ټولو برخو د کاري چارو اجراآت.
- ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکونکو سره د همکارۍ تأمینول.
- د دې ریاست ټولو برخو ته لارښوونه او همکاري کول.
- د وزارت اداري هیئت ناستو او رهبري هیئت ناستو کې ګډون او اړونده مقاماتو ته راپور وړاندي کول.
- ټولنیزو جمعیتونو، د معاملو لارښوونو او عریضې لیکونکو سره د یو ټولنیز جمعیت، معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکونکو جوړیدو له پاره د هغوی د سندونو او پاڼو لا تنظیم په اړه خبرې اترې.
- د اړوند برخو څخه کلنی، ربعوار، میاشتنی او هفته یې راپور اخیستل او د وزارت مقام ته یې وړاندې کول.
- اړونده برخو ته د فرمانونو، حکمونو او مصوبو ویش.
- د وزارت مرکز او ټولو مرکزي ریاستونو سره د کاري اړیکي تأمینول.
- د جمعیتونو د چارو ریاست عمده دندې
- د ټولنیزو جمعیتونو د اساسنامې بررسي.
- د ټولنیزو جمعیتونو د دوسیو تنظیم.
- د ټولنیزو جمعیتونو له مقر څخه لیدنه.
- د جمعیتونو د فعالیت او کړنو له څرنګوالي څخه نظارت.
- د دوسیو، لیکونو، لارښودونو او پالیسيو تنظیم.
- د ریاست هر وګړي له پاره د ربعوار او کلني پلانونو تنظیم او لیکل.
- د وظیفو تنظیم شوي کاري پلان او د دندو لایحې سره سم هر وګړي مسؤل کېدل.
- اړونده کتابونو کې د ټولنیزو جمعیتونو ثبتول.
- د جمعیتونو اړوند مسؤلینو ته د م ۲۵، فورم ویش.
- نوي کیدونکي او ټولنیز جمعیتونو ته د راجستر سند ترتیبول.
- قوماندانۍ او څارنوالۍ ته د جمعیتونو د مؤسسینو د عدم مسؤلیت استعلام استول.
- مراجعینو ته د لارښوود ویش.
- د مراجعینو ستونزو د حل له پاره د دوشنبې په ورځو د کمېسیون جوړول.
- د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو برخه کې:
- د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو د جوازلیک ویش او نوي کول.
- معلوماتي (دوراني) فورم ویشل.
- د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو له فعالیتونو څخه نظارت او بررسي.
- د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکونکو جواز لیک له پړاونو تېرول، لغو، فسخ او استول.
- د سېټو مهر او نښه کول.
- د معاملو لارښوونو او عریضې لیکونکو د اړوند مراجعینو ستونزو څیړول او هغو ته رسیده ګي کول.
- د معاملو لارښوونو د متخلفینو تأدیبول.