د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفیذ د هیئتونو طرزالعمل توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفیذ د هیئتونو طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۳مه نېټه په ۱۴۷۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تنفیذ د هیئتونو طرزالعمل چې په دې رسمي جریده کې خپور شوی یوه مقدمه او ۱۳ مادې لري او د ټولنې ټولو قشرونو لپاره یې د یاد قانون د اهمیت د بیان څرنګوالی کړی ترڅو دا قانون په ښه توګه تطبیق شي.
په دې طرزالعمل کې راغلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ هیئتونه دې، یاد قانون په ښه دقت مطالعه کړي او د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، ادارو او د ولایت په اداري مجلس کې د ټولو ریاستونو او د نورو ادارو مسؤلینو ته بیان کړي ترڅو له دې لارې ټول امارتي مامورین د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون مطابق عیار شي.
همداراز په دې طرزالعمل کې راغلي چې یاد هیئتونه دې په ټولو ښاري حوزو او ولسوالیو کې د علماء کرامو په مرسته خلکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون اهمیت ورسوي. همدارنګه د دغه قانون د تنفیذ هیئتونه موظف شوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کې په ټولو حوزو او ولسوالیو کې د خلکو ترمنځ له نېکو او مخور او محبوبیت لرونکو اشخاصو څخه مرسته واخلي.
په یاد طرزالعمل کې ویل شوي چې د تنفیذ هيئتونه دې د حوزو، ولسوالیو، پوهنتونونو، د بدني روزنې ریاست، اطاق تجارت او صنعت، شرکتونو، اتحادیو او فابریکو له مسئولینو سره غونډې جوړې کړي او د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په تطبیق کې له هغوی څخه مرسته واخلي.
همداراز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت موظف شوی چې د هېواد په کچه د ټولو جامع جوماتونو امامانو ته د یاد قانون اهمیت بیان کړي ترڅو دوی خلک د هغه عملي کولو ته راوبلي. په ولایتونو کې هم د پوهنې ریاستونو موظف شوي چې په دې برخه کې د پوهنې مسئولینو لپاره غونډې ترسره کړي ترڅو دوی د ښوونځیو، مدرسو، شخصي اکاډمیو او د انګلیسي او کمپیوټر شخصي مرکزونو ښوونکي او زدهکوونکي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په رعایتولو مکلف کړي.
محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.
ډیټابېس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx
تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan