د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي له عدلیې وزارت څخه لیدنه وکړه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۴:۴۷

د مولوي رازمحمد په مشرۍ د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه پلاوي، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۹ مه د یکشنبې په ورځ له عدلیې وزارت څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د عدلیې وزارت څخه د لیدنې په ترڅ کې د عدلیې وزارت له سرپرست او مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده سره ولیدل او د بېلا بېلو مسایلو په باره کې خبرې اترې وکړي.

مولوي رازمحمد د ماسپښین د لمانځه له اداء کولو څخه وروسته د عدلیې وزارت د مسوولینو او کارکوونکو په حضور کې وینا هم وکړه او د دیني او شرعي بېلا بېلو مسایلو په باره کې خبرې وکړی. همداراز نوموړي د لیدنې په بهیر کې د دې وزارت د چارو د ترسره کولو له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS