د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه ځمکې په تړاو د ترک خصومت قرارونه صادر کړي دي
د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه ځمکې په تړاو د ترک خصومت قرارونه صادر کړي دي.
دا قرارونه د امارتي ځمکو اړوند د ۱۵ قضیو په هکله صادر شوي دي او محکمې د یادو ځمکو په تړاو له بررسیو څخه وروسته له اشخاصو څخه غوښتنه کړې چې محکمې ته حاضر شي او خپل اسناد وړاندې کړي، خو محکمې ته د اشخاصو د نه حاضرېدو له امله د ترک خصومت قرارونه صادر شوي دي.
یادې ځمکې په کندوز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپيسا، ارزګان، غور او پنجشېر ولایتونو کې موقعیت لري او د اختصاصي محکمې د قرارونو په اساس، د هغو دوسیې له اندراج څخه ایستل شوې دي.