د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې د برخلیک ټاکلو په منظور د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۴۰
.

د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې (امکا) د برخلیک ټاکلو په منظور، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق په مشرې د دغه وزارت په مقر کې ناسته جوړه شوه. 

په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس او د چارو د ادارې د لوی ریاست، د ریاست الوزرا اقتصادي معینیت، د کار او ټولنیزو چارو د وزارت، د محکمې، د استخبارتو او د عدليې وزارت د تقنین ریاست استازو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیې (امکا) د برخلیک ټاکلو په اړه بحث او د نظرونه تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې د اړوندو ادارو استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شي ترڅو دغې برخه کې مقدماتي بحثونه پیل کړي او وروسته له هغې یو لنډ مهاله اداره جوړه شې ترڅو د دغې اتحاديې چارې په لنډ مهاله توګه او تر محدود وخت پرمخ یوسي او د دغې اتحادیې د رئیس او مشرتابه هیئت د تعیین له پاره زمینه مساعده کړي.

دغه راز پریکړه وشوه چې ټولې یادې شوې چارې د ټاکنو ترسره کولو او د دغې اتحاديې د رئیس او مشرتابه تعیین پورې، د ریاست الوزرا د اقتصادي معینیت په سرپرستۍ مخته یوړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS