د افغانستان د اورتوپيدي او تراماتولوژي د ډاکټرانو اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په هېواد کې د اورتوپیدي او تراماتولوژي ټولو ډاکټرانو ته خبر ورکوي؛ ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اورتوپیدي او تراماتولوژي ډاکټرانو د اتحادیې د فعالیت جوازلیک تجدید شي او د یادې اتحادیې د اساسنامې له مخې د مدیره هیئت کاري دوره پای ته رسېدلې ده.
په دې اساس، د یادې برخې هغه محترم ډاکټران چې د دغې اتحادیې د ریاست پُست غوښتونکي وي او د طب پوهنځي (د اورتوپیدي او تراماتولوژي تخصص) د فراغت سند لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د یادې اتحادیې د ریاست پُست ته د ورپېژندلو په موخه د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه د میزان (تلې) میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې له ټاکل شوې نېټې څخه وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.
